پاکستان د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ لوبلړۍ وګټله

د پاکستان بابر اعظم د سري لنکا پر وړاندې توپوهنه کوي - د نومبر ۱۴مې انځور.

د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې د درې اړخیزه ۲۰ اووره کرکټ لوبلړۍ په پایلوبه کې سري لنکا ته په شپږو وېکټو ماتې ورکړه.

د نومبر پر ۲۹مه د راولپېنډۍ په لوبغالي کې د سیالۍ پچه کوربه پاکستان وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

د سري لنکايي لوبډلې لومړی بیټر د ۲۰ په مجموعي منډو وسوځېد خو کامل مېشارا او کوشال مینډس د دویمې وېکټې ښه شراکت وکړ او ټولې منډې یې تر ۸۴ ورسولې. البته تر دې وروسته د سري لنکا توپ اچوونکي یو په بل پسې ژر، ژر وسوځېدل.

د سري لنکا ټوله لوبډله په ۲۰م اوور کې په ۱۱۴ منډو وسوځېده. مېشارا ۵۹ او مینډس ۱۴ منډې وکړې.

د پاکستان شاهین شاه اپرېدي او محمد نواز درې، درې او ابرار احمد دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې پاکستان ټاکلی هدف په ۱۹م اوور کې د څلورو وېکټو په زیان پوره کړ. بابر اعظم ۳۷، صایم ایوب ۳۶ او صاحبزاده فرحان ۲۳ منډې وکړې.

د سري لنکا پون رتنایکې دوه وېکټې واخیستې.

د پاکستان محمد نواز هم د سیالۍ او هم د لوبلړۍ غوره لوبغاړی شو.

په درې اړخیزه لوبلړۍ کې له پاکستان او سري لنکا پرته د زېمبابوې ملي لوبډلې هم برخه واخیسته.

ټاکل شوې وه چې په هغو سیالیو کې د کوربه پاکستان او سري لنکا ترڅنګ د افغانستان کرکټ لوبډلې هم برخه اخیستې وای.

خو افغان کرکټ بورډ په اکتوبر کې په پکتیکا کې د پاکستانیو ځواکونو په برید کې د "کرکټ د درې ځوانو لوبغاړو" تر وژنې وروسته په هغو درې اړخیزه سیالیو کې د ګډون پلان لغوه کړی وو.

تر دې وروسته د پاکستان کرکټ بورډ اعلان وکړ چې د افغانستان پر ځای به زېمبابوې په سیالیو کې ګډون وکړي.

د ۲۰ اووره کرکټ درې اخیزه لوبلړۍ سیالۍ د نومبر پر ۱۸مه پیل شوې وې.