هند په لومړۍ یو ورځنۍ سیالۍ کې جنوبي افریقا ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه

هندي لوبغاړي د جنوبي افریقايي بیټر په سوځولو خوشالي کوي - د نومبر ۳۰مې انځور.

د هند د کرکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې جنوبي افریقا ته په ۱۷ منډو ماتې ورکړه.

د جارکنډ ایالت د رانچي په لوبغالي کې د نومبر ۳۰مې د سیالۍ پچه جنوبي افریقا وګټله او لومړی یې توپ اچونه (بالېنګ) غوره کړه.

هند په ټاکلیو ۵۰ اوورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۳۴۹ منډې وکړې. وېرات کوهلي ۱۳۵، کې اېل راهول ۶۰ او روهېت شرما ۵۷ منډې وکړې. د جنوبي افریقا اورټنیل بارټمین، نیندرې برګر او کاربېن باش دوه، دوه وېکټې واخیستې.

په ځواب کې د مېلمنې لوبډلې ټول لوبغاړي په ۵۰ اوور کې په ۳۳۲ منډو وسوځېدل. میتیو بریټڅکې ۷۲، مارکو ینسن ۷۰ او باش ۶۷ منډې وکړې.

د کوربنې لوبډلې کولدیپ یادو څلور، هرشېت رانا درې او ارشدیپ سېنګ دوه وېکټې واخیستې.

وېرات کوهلي د سیالۍ غوره لوبغاړي جایزه ترلاسه کړه.

ټاکل شوې چې د دواړو لوبډلو ترمینځ دویمه یو ورځنۍ سیالي د ډېسېمبر پر درېیمه او وروستۍ هغه یې د ډېسېمبر پر شپږمه وشي.