په پېښور کې د نجونو د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پېښور کې د نجونو ترمینځ د لوبو سیالۍ چې د نومبر پر ۲۶مه پیل شوې وې، د ډېسېمبر په لومړۍ نېټه پای ته ورسېدې. د لوبې تابیا زلمي فاونډیشن، د ملګرو ملتونو د ښځو ادارې او د خیبر پښتونخوا حکومت په ګډه کړې وه. په یادو سیالیو کې اتو لوبډبو برخه واخیسته او د ټولو ګډونوالو نجونو شمېر شاوخوا ۱۰۰ پورې وو. پای لوبه کې د هزارې نجونو د پېښور نجونو ته ماتې ورکړه. تفصیل د مشال راډیو په دې وېډیويي راپور کې.