روسیې د اوکراین په دونباس کې د یوه مهم ښار د نیولې ادعا کړې

اوکرایني ځواکونو له تېرو څو میاشتو راهیسې هڅه کوله پوکروفسک سیمه د روسي ځواکونو نه خوندي وساتي - د ارشیف انځور

روسیه په داسې حال کې د اوکراین په دونباس سیمه کې د یوه مهم ښار د نیولو خبر ورکوي چې ټاکل شوې د امریکا ځانګړی استازی سټیو وېټکوف د ډېسېمبر پر دویمه په کریملین کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري.

په یوه ویډیویي پیغام کې چې کرېملېن خپور کړی، د روسیې یو لوړپوړي پوځي جنرال والرې ګیراسیموف ادعا کړې چې پوکروفسک ښار یې په بشپړ ډول نیولی دی.

خو اوکراینيو چارواکو دغه ادعا ردکړې او د ډېسېمبر په دویمه یې رایټرز اژانس ته ویلي دي چې اوکرایني سرتېري د دې ښار پر شمالي برخې کنټرول لري او د روسي ځواکونو په وړاندې جګړې ته دوام ورکوي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د سپینې ماڼۍ ځانګړی استازی سټیو وېټکوف چې هڅه کوي په اوکراین کې د روسیې د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه حل لاره ومومي، نن په کریملین کې له ولسمشرپوتین سره خبرې وکړي. د ۲۰۲۵ز کال له جنورۍ راهیسې دا به شپږم ځل وي چې وېټکوف د روسیې له ولسمشر سره ګوري.