د بلوچستان د چاغي ضلعې د پولیسو یو مشر وايي هلته د پوځي سرتېرو پر کیمپ ځانمرګي برید کې پینځه پوځي سرتېري وژل شوي دي.
د پولیسو مشر اېس پي شریف کلهوړو د ډېسېمبر پر لومړۍ نېټه ناوخته مشال راډیو ته وویل چې دا پېښه د نومبر ۳۰مې او د ډېسېمیر د لومړۍ نېټې په منځنۍ شپه په نوکنډي سیمه کې شوې ده.
نو کنډي د ایران پولې ته نږدې بلوڅ مېشته سیمه ده.
اېس پي شریف کلهوړو وايي لومړی یو وسلوال د کیمپ په دروازه کې له بارودو ډک ګاډی و جنګولو او ورپسې څو وسلوال کیمپ ته ننوتل چې وروسته د پوځي سرتېرو په ډزو ووژل شول.
پاکستانۍ ورځپاڼې ډان بیا د چارواکو په حواله چې نومونه یې نه دي ذکر کړي لیکلي دي چې برید د یوې ښځینه ځانمرګې حمله کوونکې لخوا ترسره شوی دی. ورځپاڼه لیکي چې ممنوعه ګرځول شوې ډلې بلوچستان لېبریشن فرنټ یا بي اېل اېف د برید مسوولیت قبول کړی دی او ادعا یې کړې ده چې هغه زینت رفیق نومېده او همدا رنګه یې رسنیو ته عکس هم لېږلی دی.
خو د چاغي د پولیسو مشر اېس پي شریف کلهوړو زیات جزیات ورنه کړل خو همدومره یې وویل چې په دغه ځانمرګې حمله کې پینځه امنیتي سرتېري او شپږ وسلوال وژل شوي دي.
د پاکستان پوځ تر دې مهاله د برید په اړه څه نه دي ویلي.
په بلوچستان کې وسوالې ډلې پر حکومتي ودانیو، پولیسو او پوځ وخت په وخت بریدونه کوي. تر دې وړاندې د سېپټېمبر پر ۳۰مه په کوټه کې د اېف سي ځواک پر مرکز په یو ځانمرګي برید کې لږترلږه ۱۰ کسان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي وو.
په وروستيو کې په بلوچستان کې امنیتي وضع خورا خرابه شوې ده او په هغه صوبه کې یوشمېر حملې شوي چې پکې د پوځ او پولیسو د افسرانو په ګډون یوشمېر سرتېري او ولسي وګړي وژل شوي دي.
بل پلو د بلوچستان پولیس او پوځ وخت په وخت ویلي دي چې د امنیت ساتلو لپاره جدي اقدامات کوي او د وسلوالو ډلو پر وړاندې وخت په وخت هدفي عملیات هم ترسره کوي.