د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او مرستیال وزیر اعظم ويلي چې افغانستان ته د بنیادي بشري مرستو رسولو لپاره د دواړو هېوادونو ترمینځ د تړل شوو لارو پر خلاصولو کار کوي.
اسحاق ډار د نومبر پر ۲۹مه په اسلام اباد کې د خبري غونډې پرمهال وویل دا له هغه وروسته ده چې د ملګرو ملتونو لخوا ورته د دې ګام اخیستلو خواست شوی دی.
ده وویل چې د ملګرو ملتونو په غوښتنه "یوازې د افغان ولس لپاره د خوراکي توکو او نورو اړینو بشري مرستو پر مخ د پولو پرانیستلو لپاره کار کوي."
هغه زیاته کړه چې په دې اړه یې د پوځ له مشر جنرال عاصم منیر څخه منظوري ترلاسه کړې او له وزیراعظم شهباز شریف سره به په دې اړه خبرې کوي.
نوموړي دا هم وویل چې تمه ده چې په دې اړه د نومبر پر ۳۰مه (نن) کوم اعلان وکړي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
افغانستان له پاکستان سره د اړيکو تر خرابېدو وروسته بدیلې تجارتي لارې لټوي
د ۲۰۲۵ز کال په اکتوبر کې د پاکستان او په افغانستان کې د طالبانو د حکومتي سرتېرو ترمينځ تر نښتو وروسته د همهغې مياشتې له ۱۲مې نېټې راهيسې د تورخم او چمن په ګډون د دواړو هېوادونو ترمينځ يوشمېر نورې لارې د تجارت پرمخ وتړل شوې.
اسلام اباد دعوه کوي چې د طالبانو حکومت د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) په ګډون وسلوالو ډلو ته پټنځایونه ورکړي او هغوی په پاکستان کې حملې کوي.
د طالبانو حکومت په بیا بیا دا تور رد کړی او وايي، د افغانستان خاوره د هېچا پرضد کارېدو ته نه پرېږدي.
داراز، ټي ټي پي هم وايي، وسلوال یې په پاکستان کې دي او بل ځای پټنځای ته اړتیا نه لري.
طالبان پر پاکستان تور پورې کوي چې له هغه ځایه داعش وسلوال افغانستان ته ورځي خو اسلام اباد دا ردوي.
تر نښتو وروسته په افغانستان کې د طالبانو حکومت د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر له افغان سوداګرو غوښتنه کړې ده چې د پاکستان پر ځای دې پر "بدیلو لارو" سوداګریزې چارې وسنجوي.
نوموړي د نومبر پر ۱۲مه په کابل کې د افغان سوداګرو او صنعتکارانو یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل چې د پاکستان تجارتي لارو افغان سوداګر زیانمن کړي او عام ولس یې له ستونزو سره مخامخ کړی دی. برادر په پاکستان کې د تجارتي تړونونو لرونکو افغان کاروباریانو ته درې میاشتې وخت ورکړ چې خپل حسابونه پاک کړي.
اخوا د افغانستان او پاکستان سوداګرو د دواړو هېوادونو ترمينځ د تجارتي لارو پر بندېدو خواشيني ښوولې او غوښتنه یې کړې چې سوداګري دې په هر ډول حالاتو کې دوامداره پاتې شي. هغوی ټینګار کوي چې تجارت دې له سیاسته لیرې وساتل شي.
د خیبر پښتونخوا سوداګرو او قبایلي مشرانو هم د نومبر پر ۲۰مه په پېښور کې د جرګې پر مهال د پاکستان او طالبانو له حکومتونو وغوښتل چې خپلې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي او له یوې نیمې میاشتې راهیسې تړلې لارې دې سمدستي بیا پرانیزي.