پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو کمېشنر لخوا د دې هېواد په اساسي قانون کې پر راوستل شوي ۲۷م بدلون نیوکې رد کړې دي.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت د نومبر پر ۳۰مه په خپله رسمي ووبپاڼه ليکلي چې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو سازمان د مشر فولکر ترک هغه بیان "بې اساسه" دی.
دا تر هغې وروسته ده چې فولکر ترک نومبر پر ۲۸مه د یاد سازمان پر اېکس پاڼه (پخوانی ټويټر) په بیان کې ويلي ول چې د پاکستان په اساسي قانون کې راوستل شوی ۲۷م بدلون د هغه هېواد د "عدلیې ازادي تر پښو لاندې" کړې ده.
نوموړي زیاته کړې وه چې له اییني ترمیم سره د پوځ د احتساب او په ملک کې د قانون د عملدارۍ په اړه جدي اندېښنې راپورته شوې دي.
نوموړي زیاته کړې وه چې د پاکستان په اساسي قانون کې د ۲۶م بدلون په څېر ۲۷م بدلون هم بې "له سلا مشورو او له قانون پوهانو او مدني ټولنې" سره له پراخو بحثونو پرته راوړل شوی دی.
خو د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په خپل بیان کې دا خبره رد کړې او ویلي یې دي چې په اساسي قانون کې بدلون د ټولو اییني غوښتنو له پوره کولو سره سم شوی دی.
په پاکستان کې دننه هم په اساسي قانون کې د ۲۷م بدلون ضد د حکومت مخالفو ګوندونو او وکیلانو لخوا د احتجاجونو لړۍ روانه ده. د سپريم کورټ قاضیانو اطهر من الله او منصور علي شاه هم د بدلون ضد د احتجاج په توګه له خپلو څوکیو استعفاګانې ورکړې چې ولسمشر اصف علي زرداري په رسمي توګه منلې دي.
د پاکستان مرکزي کابینې د نومبر پر اتمه په اساسي قانون کې د بدلون مسوده تایید کړې وه.
تر دې وروسته د پاکستان پارلېمان دواړو جرګو یعنې سېنېټ او قامي اسمبلۍ په ایین کې د هغه بدلون په تایید کې رایې ورکړې البته د پاکستان تحریک انصاف (پي ټي ای) په ګډون یوشمېر نورو مخالفو ګوندونو یې پر وړاندې احتجاج وکړ.
د نومبر پر ۱۳مه سېنېټ په مسوده کې اضافي مادې هم تایید کړې چې تر هغې وروسته ولسمشر زرداري مسوده لاسلیک کړه.
د نوي اییني ترمیم له مخې په پاکستان کې "وفاقي اییني عدالت" جوړ شو چې مهمې دندې یې د اساسي قانون تعبیر او تشریح کول، د وفاق او صوبو ترمینځ لانجې هوارول او د "اساسي یا بنیادي حقونو" د عملي کولو په برخه کې د واک کارول دي.
تر دې مخکې دا ټول واکونه له سپریم کورټ سره ول چې اوس به د ملکي (سېول) او جنايي قضیو د پرېکړو لپاره د هېواد تر ټولو لوی عدالت په توګه کار کوي.
ترمیم داراز، د قاضیانو بدلولو واک د پاکستان قضايي کمېشن (پاکستان جوډیشل کمېشن) ته ورکړی دی.
له دې پرته په ترمیم کې ځینې نورې خبرې هم شاملې دي لکه د پاکستان د ګډو وسلوالو ځواکونو د مشرانو د کمېټۍ مشر (چېرمین جواینټ چیفس اف سټاف کمېټي) دنده ختمول او پر ځای یې د دفاعي ځواکونو د مشر (چیف اف ډېفېنس) منصب ایجاد شوی دی.
داراز، د فیلډ مارشال منصب له امتیاز لرونکي کس سره تر مرګه پاتې کېږي.