په اسلام اباد کې لومړی ډېجېټل بازار پرانیستل شوی دی

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې په لومړي ځل یو داسې بازار پرانیستل شوی دی چې خلک پکې د نغدو پیسو په ځای په ډېجېټل بڼه د مبایل کوډ له لارې سودا اخېستلی شي. دوکانداران او ځینې پیرودونکي دا ګام یو نوښت او اسانتیا بولي خو ځیني کسان بیا وايي د دې ډول سودا اخیستنې لپاره انټرنېټ هم ضروري وي چې ښايي دا کار ځینو ته ګرانه وبرېښي. د فرانسې خبري اژانس له وېډيو جوړ راپور وګورئ.