په جرمني کې د ځوانانو د یو نوي سازمان جوړېدو ضد پراخې مظاهرې وشوې

د جرمني په ګیسن ښار کې پولیسو د مظاهره کوونکو لاره نیولې ده - د نومبر ۲۹مې انځور

د جرمني په ګیسن ښار کې لسګونه زره اعتراض کوونکو د ځوانانو د یوه سازمان د جوړېدو په هدف غونډه ګډه وډه کړه.

دا غونډه د نومبر پر ۲۹مه د اې اېف ډي یا د جرمني لپاره د ښه متبادل ښي اړخي افراطي ګوند لخوا اعلان شوې وه خو ورسره په یو وخت پر ضد یې د جرمني په ګڼو ښارونو کې مظاهرې هم اعلان شوې وې.

د جرمني پولیس وايي د ورځې په پیل کې ځينو هغو اعتراض کوونکیو چې د ځوانانو د نوي تنظیم د جوړېدو پر ضد راوتلي وو، لارې یې تړلې وې، تګ راتګ یې ځنډولی وو او په ځینو سیمو کې یې له پولیسو سره نښتې هم کړې دي.

د جرمني (اې اېف ډي) ګوند قصد لري چې د منحل شوي (ځوان ځای ناستي) سازمان پر ځای د جرمني د نوي نسل په نوم بل سازمان رامنځته کړي. داسې تمه کېږي چې د دغه نوي سازمان مشري به جین پاسکل هوم کوي.

که څه هم ټاکل شوې وه چې د ځوانانو د نوي سازمان د بنسټ اېښودو غونډه به د ورځې په لسو بجو پیل شي خو د اعتراضونو له وجې وځنډېده.

د ځوان ځای ناستي په نوم سازمان د روان کال په مارچ میاشت کې وروسته له هغې لغوه شو چې د اطلاعاتو فدرال ادارې سخت دریځه سازمان ونوماوه.