ډاکتر فضل رحمان: رواني ستونزې د ځانوژنې یو مهم لامل دی
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو د ځانوژنې یا خودکشۍ او ځان ته د زیان اړولو پر نفسیاتي اړخ بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان وايي، په نړۍ کې په هرو ۴۵ ثانیو یا سېکنډونو کې یو کس ځانوژنه کوي. هغه سازمان دا عامې روغتیا ته ورپېښه یوه جدي ستونزه بولي او وايي، ډېری ځانوژنې په بې وزله او کمزوري اقتصاد لرونکو او مخ پر ودې هېوادونو کې کېږي. روغتیاپالان وايي، د ځان وژنې د فکر او خیال یو مهم لامل دماغي او رواني ستونزې دي چې ورته د کورنۍ، ټولنې او دولت پر کچ پام په کار دی. بشپړه خپرونه واورئ.