د خیبرپښتونخوا د بنو د ډومېل سیمې اوسېدونکو په یوه جرګه کې ویلي چې د نومبر پر ۲۱مه د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې د یوې کورنۍ څلور تنه وژل شوي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ترهګرۍ ضد پولیسو (کاونټر ټېرېزم ډېپارټمېنټ یا سي ټي ډي) د نومبر پر ۲۲مه دعوه کړې وه چې د نومبر پر ۲۱مه شپې مهال په ډومېل کې د وسله والو تر برید وروسته، د پولیسو او پوځ په ځوابي حمله کې ۵ وسلوال ووژل شو. دوی ویلي وو چې وسلوال په یو کور کې پټ شوي وو او د نښتو پر مهال دوه ولسي کسان هم وژل شوي دي خو نن (د نومبر پر ۲۳مه) د خدي خېلو ځايي مشرانو په جرګه کې وویل چې په دې پېښه کې څلور عام وګړي وژل شوي دي.
له جرګې وروسته د ډومېل اوسېدونکي او د جرګې ګډونوال حکمت پښتون مشال رېډیو ته ویلي چې د جرګې ګډونوالو له حکومته غوښتنه کړې چې وسله وال د دوی له خاورې وباسي خو عام خلک دې نه زیانمنوي. د هغه په وينا، خلک امن غواړي. د پښتون په خبره، ځايي خلکو او امنيتي ځواکونو په بېلابېلو ځایونو کې شريکې لښکرې هم جوړې کړې چې مقصد یې د وسله واله مخه نيول دي.
د جرګې ګډونوالو دا هم ویلي چې امنيتي ځواکونه دې په خپلو عملياتو کې د ولسي وګړو ژوند نه ګواښوي. د جرګې يو غړي محمد نایب خان وايي دوی نه وايي چې د پاکستان پوځ دې عمليات نه کوي. خو د هغه په وينا عام خلک ځپل باید د عملياتو برخه نه وي.
حکومتي چارواکي مني چې د خلکو ګيلې پر ځای دی. د بنو ډویژون د پولیسو مشر سجاد خان د نومبر په ۲۳مه، مشال رېډیو ته وویل چې دا د ریاست ذمه واري ده چې ولسي وګړي وژغوري. د هغه په وينا کله چې په عملياتو کې ولسي وګړو ته زیان ورسېږي نو حکومت بیا هغوی ته معاوضه ورکوي.
څو ورځې مخکې هم د خیبر پښتونخوا پولیسو دعوه کړې وه چې د بنو او لکي مروت پر پوله یې له ځايي امن لښکر سره په ګډو عملیاتو کې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي. سجاد خان د عملیاتو په اړه زیاته کړه چې د خدي خېل جرګې اندېښنې سمې دي خو د امنیتي ځواکونو او ځايي خلکو د ګډو عملیاتو موخه وسلوال له منځه وړل او امنیت راوستل دي.
تر اوسه د وسلوالو کومې ډلې د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پېښې پخلی نه شي کولی.