د بلوچستان اسمبلۍ په هغه صوبه کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي لپاره د قانون منظوري ورکړه.
د نومبر پر ۱۴مه په بلوچستان اسمبلۍ کې د ماشوموالي د ودونو د مخنیوي د قانون له منظورۍ وروسته وزیر اعلا میر سرفراز بګټي خبریالانو ته وویل چې د اسمبلۍ د ټولو غړو د باور ترلاسه کولو لپاره یې پرله پسې هڅې وکړې او په پای کې د قانون منظورۍ ته لاره هواره شوه.
د نوي قانون له مخې د واده پر مهال باید د نجونو او هلکانو عمرونه ۱۸ کالو پورې وي او تر هغې د کم عمر په ودونو به بندېز وي.
د بلوچستان کابینې د ۲۰۲۴ز کال د مې پر ۲۱مه د کم عمرۍ ودونو د مخنيوي لپاره قانوني مسوده منظوره کړې وه. هغه مهال د صوبايي حکومت ویاند شاهد رند په یو بیان کې ویلي وو، په مسوده کې لیکل شوي دي چې له ۱۸ کلونو څخه په کم عمر کې د هلک یا نجلۍ د ودولو په صورت کې به کورنۍ ته د بند او جرمانې سزاګانې ورکول کېږي.
د ښځو د حقونو لپاره د مبارزه کوونکې ادارې عورت فاونډیشن د بلوچستان څانګې مشر علاوالدين خلجي د نومبر پر ۱۵مه مشال راډيو ته وويل چې هغوی د کم عمرۍ د ودونو خلاف د قانون په منظورۍ خوشاله دي. نوموړی وايي، د کم عمرۍ ودونه د نجونو په صحت منفي اغېز پرېباسي او که په تنکي عمر هلک پلار یا نجلۍ مور جوړېږي نو بیا د ماشوم په روزلو کې ورته مشکلات وي.
دا هم وګورئ: کارپوهان: پاکستان کې د مذهبي لږکیو کم عمره نجونه د جبري ودونو له خطر سره مخامخې ديتر دې وړاندې د پاکستان پارلېمان د ۲۰۲۵ز کال د مې پر ۱۹مه د یو بېل (قانوي مسودې) په منظورولو سره دا شرط ټاکلی وو چې د نکاح پر مهال باید د هلک او نجلۍ عمر لږ تر لږه ۱۸ کلونو ته رسېدلی وي. خو د پاکستان اسلامي نظریاتي شورا د پارلېمان لخوا منظور شوې هغه قانوني مسوده رد کړې وه چې پکې ویل شوي ول چې تر ۱۸ کلونو د کم عمر هلک یا نجلۍ نکاح "غیر قانوني" عمل دی.
په پاکستان کې د مېرمنو د حقونو لپاره کارکوونکي وايي، د پاکستان په سيند صوبه کې له نېږدې یوې لسیزې راهیسې د نکاح د عمر په اړه قانون موجود دی او هېڅ ډول مسلې ترې نه دې جوړې شوي نو که دا قانون د ټول هېواد لپاره ټاکل کېږي نو ګټه به یې ډېره او تاوان به یې نه وي.
د پاکستان ځینو نورو صوبو وار له مخې د کم عمرۍ د ودونو په مخالفت کې قوانین منظور کړي دي. د پاکستان پارلېمان لخوا د دې بېل تر منظورۍ وروسته، د مې پر ۲۹مه د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري هم هغه قانوني مسوده لاسليک کړه چې اوس يې د قانون بڼه خپله کړه.
د ملګرو ملتونو د شمېرو له مخې په ټوله نړۍ کې شاوخوا ۷۰۰ مېلیونه نجونه تر ۱۸ کلنۍ مخکې واده شوې دي.