د پاکستان او د بنګلادېش د کرکټ ملي لوبډلې د درې ۲۰ اووره سیالیو د لوبلړۍ په لومړۍ لوبه کې یو بل ته مخامخېږي.
د ډاکې په شېر بنګلا نړیوال لوبغالي کې د جولای ۲۰مې سیالي د پېښور پر وخت د مازیګر پر پینځو او د کابل پر څلور نیمو بجو پیلېږي.
د پاکستان د کرکټ ۱۵ کسیزه لوبډله د جولای پر ۱۷مه ډاکې ته ورسېده.
د پاکستان کرکټ بورډ له بنګلادېش سره د دې سیالیو لپاره په لوبډله کې لوی بدلونونه کړي دي او ډېری نومیالي پخواني لوبغاړي یې پکې نه دي شامل کړي.
د ۱۵ کسیزې لوبډلې مشر سلمان علي اغا دی او پکې فخر زمان، صایم ایوب، فهیم اشرف، خوشدل شاه، محمد نواز، محمد حارث، ابرار احمد، حسن نواز، حسین طلعت، احمد دانیال، عباس اپرېدی، صاحبزاده فرحان، سلمان مرزا او سفیان مقیم شامل دي.
بل لوري ته کوربه بنګلادېش له پاکستان سره د لوبلړۍ لپاره په لوبډله کې هېڅ بدلون نه دی کړی.
ټاکل شوې چې دواړه لوبډلې د جولای پر ۲۲مه په دویمه او بیا پر ۲۴مه په وروستۍ سیالۍ کې یو بل ته مخامخ شي.
تر دې مخکې د دواړو لوبډلو ترمینځ د درې ۲۰ اووره کرکټ یوه لوبلړۍ د مې په پای او جون په پیل کې په پاکستان کې ترسره شوې وه چې پکې درېواړه سیالۍ پاکستانۍ لوبډلې ګټلې وې.