د لاسرسي ځای

تازه خبر

پولیس: په بنو کې د وسلوالو دوو ډلو ترمینځ نښته کې ۷ کسان وژل شوي


په بنو کې پولیس د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه
په بنو کې پولیس د څوکۍ په حال کې - انځور له ارشیفه

د خیبر پښتونخوا پولیسو دعوه کړې چې په بنو کې د طالبانو د دوو ډلو ترمینځ په نښته کې د یوې ډلې اووه کسان وژل شوي او یو ژوبل دی.

د بنو پولیسو ویاند بشیر خان د نومبر پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل چې تېره شپه ناوخته د بنو د هوېد تاڼې په حدودو کې دا پېښه رامنځ ته شوې ده. بشیر خان وايي، جګړه د حکومت پلوو او مخالفو طالبانو ترمینځ شوې ده. د پولیسو په وینا د حکومت ضد طالبانو یوې ډلې د حکومت پلوه قاري جلیل خان پر دفتر برید وکړ. پولیسو دا نه دي ویلي چې حکومت مخالفه وسلوال څوک او د کومې ډلې وو؟

پولیس او ځايي خلک حکومت پلوه طالبان د امن کمېټۍ په نامه هم پېژني او د "ښو طالبانو" نوم هم ورته اخېستل کېږي. او د طالبانو هغه ډلې چې د حکومت پر ضد جنګېږي ورته "د بدو طالبانو" نوم اخیستل کېږي.

تر اوسه د وسلوالو کومې ډلې د بنو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پېښې پخلی نه شي کولی.

د بنو ترڅنګ په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هم وخت په وخت د طالبانو د بېلابېلو ډلو ترمینځ نښتې شوې دي چې پکې دوی ته مرګژوبله هم اوړېدلې ده.

تر دې وړاندې د نومبر پر ۱۵مه د خیبر پښتونخوا پولیسو دعوه کړې وه چې د بنو او لکي مروت پر پوله یې له ځايي امن لښکر سره په ګډو عملیاتو کې اووه مشکوک وسلوال وژلي دي.

د بنو ډېوېژن د پولیسو مشر سجاد خان د نومبر پر ۱۵مه له خبریالانو سره په خبرو کې نور تفصیل ور نه کړ خو و یې ویل چې عملیات په تختي خېل هوید او لنډي ډاک سیمو کې شوي دي.

نوموړي دا و نه ویل چې وژل شوي کسان د کومې ډلې غړي ول او دا چې ایا په عملیاتو کې پولیسو یا د امن لښکر غړو ته مرګژوبله اوښتې او که نه.

خان البته زیاته کړه چې په سیمه کې عملیات لا هم دوام لري.

هغه مهال هم کومې وسلوالې ډلې د یادې پېښې په اړه څه نه ول ویلي او مشال راډیو هم په خپلواکه توګه د پولیسو دعوه نه شي تاییدولای.

له څلورو کلونو راهیسې د بنو، لکي مروتو او شمالي وزيرستان په ګډون د خيبر پښتونخوا په بېلابېلو برخو کې بمي چاودنې، وسلوال بریدونه او د حکومتي کارکوونکو، سرتېرو، مخورو، فعالانو، سوداګرو او نورو خلکو تښتونې زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې حکومت او امنیتي ځواکونه هم وايي چې د وسلوالو پرضد یې هدفي عملیاتو ته دوام ورکړي دي او وخت په وخت پکې ورته د مرګژوبلې اړولو دعوې کوي.

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو اداره زیاتوي، اوسمهال زیاتره عملیات په بلوچستان او خیبر پښتونخوا کې کې کېږي خو د سیند او پنجاب په خال خال سیمو کې هم د امنیتي ځواکونو عملیات روان دي.

په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، د اسلامي دولت (داعش) خراسان ډلې او بېلونپاله بلوڅ لېبرېشن ارمي (بي اېل اې) په ګډون یوشمېر وسلوالې ډلې فعاله دي.

XS
SM
MD
LG