د خیبر پښتونخوا اعلاوزیر سهېل اپرېدي رسماً خپله ۱۳ کسیزه کابینه اعلان کړې ده.
اعلاوزیر د اکتوبر پر ۳۱مه ارشد ایوب ته د ابتدايي او ثانوي تعلیم، خلیق الرحمان ته د صحت، فضل شکور خان ته عامې روغتیا او انجینرۍ چارو، مينا خان اپرېدي ته د بلدياتو، انتخاباتي او کليوالو سيمو د پرمختیايي چارو، ډاکټر امجد ته د کور جوړونې (هاوسېنګ) او افتاب عالم اپرېدي ته د قانون، بشري حقونو او پارلېماني چارو وزارتونه ورکول اعلان کړل.
نوموړي سيد فخر جهان ته مالیو (اېکسایز او ټیکسېشن) او د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې، رياض خان وزير ته د اوبه خور، فيصل خان تره کي ته د محنت او کارګرانو، مزمل اسلم ته د خزانې او تاج محمد ته د لوبو او ځوانانو چارو او شفيع الله جان ته د اطلاعاتي او خپرونو چارو وزارتونونه او ادارې ورکړې دي.
په اعلان شوې کابینه کې هېڅ ښځه شامله نه ده.
محمد سهېل اپرېدی د ۲۰۲۵ز د اکتوبر پر ۱۳مه د صوبايي اسمبلۍ د غړو په رایو نوی اعلاوزیر منتخب شوی وو او د اکتوبر پر ۱۵مه یې د خپلې دندې لوړه کړې وه.
تر اپرېدي وړاندې علي امين ګنډه پور د خيبر پښتونخوا اعلاوزير وو چې د پاکستان تحریک انصاف د بنسټګر عمران خان په وینا یې د اکتوبر پر اتمه او ۱۱مه دوه ځلې خپله استعفا د صوبې ګورنر فيصل کريم کونډي ته لېږدولې وه.