ډبلیو اېچ او: اېډز هر کال شاوخوا ۶۳۰،۰۰۰ کسان وژني
په روغتیا او درملنه خپرونه کې مو پر اېچ ای وي او اېډز بحث کړی دی. د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو اېچ او) هر کال د ډېسېمبر لومړۍ د اېچ ای وي او اېډز په اړه د اګهۍ خپرولو او د وایرس د انتقال مخنیوي د لارو چارو عملي کولو ته ځانګړې کوي. په وروستیو کې د خیبر پښتونخوا حکومت وویل چې په هغه صوبه کې په تېرو اووه کلونو کې په اېچ ای وي د اخته کسانو شمېر ۲۰۰ سلنه لوړ شوی دی. ډاکتران وايي، پر وخت د اېچ ای وي درملنه اړینه ده او که داسې و نه شي نو ناروغ په اېډز اخته کېدای شي چې بیا یې علاج نه کېږي. نن په خپرونه کې اورئ چې اېچ ای وي څه ډول جراثیم دي؟ څنګه وجود ته داخلېږي او خلک څنګه ورڅخه ځان ساتلای شي؟ د دې او نورو پوښتنو ځواب په خپرونه کې درکوو.
برخې
-
نومبر ۲۴, ۲۰۲۵ډاکتر فضل رحمان: رواني ستونزې د ځانوژنې یو مهم لامل دی
-
مارچ ۲۵, ۲۰۲۵له نري رنځه ځان څنګه ساتلای شو؟
-
مارچ ۱۸, ۲۰۲۵تر وخت مخکې د ویښتو سپینېدو او تویېدو لاملونه څه دي؟
-
مارچ ۰۵, ۲۰۲۵د زردانو حساسیت یا پولن الرجي څه ته وايي؟
-
فبروري ۲۴, ۲۰۲۵په روژه کې صحت څنګه ښه ساتلای شئ؟
-
فبروري ۱۷, ۲۰۲۵سرطان څه ډول ناروغي ده؟