د لاسرسي ځای

تازه خبر

د امریکا په کېليفورنیا کې د یوه ماشوم د کلیزې د لمانځلو پر مهال په ډزو کې ۴ کسان وژل شوي


پوليسو یو کس په برید کې د لاسلرلو په تور نیولي دي.
پوليسو یو کس په برید کې د لاسلرلو په تور نیولي دي.

د امریکا په کېليفورنیا ریاست کې د ډزو په پیښه کې لږ تر لږه ۴ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپيان دي.

لویدیځو اژانسونو ویلي ډزې د نومبر پر ۲۹مه په سان جواکوین سیمه کې د یوه ماشوم د زوکړې ورځې د لمانځلو پر مهال شوې دي.

د امریکا پولیسو دا " هدفي پیښه" بللې او ویلې یي دي چې د انګیزې او لامل په اړه یې پلټنې کوي.

د پولیسو یوې ویاندې هېدر برېنټ ویلي، وژل شویو او ټپيانو کې تنکي ځوانان او لویان شامل دي. امریکایي رسنۍ ویلي چې په ډزو کې يې د لاسلرو په تور یو کس نیولی دی.

XS
SM
MD
LG