د امریکا ولسمشر وايي د وېنزوېلا فضايي حریم دې تړلی وګڼل شي
د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د نومبر پر ۲۹مه په خپلې ټولنیزې رسنۍ ټروت سوشل لیکلي، ټولو هوايي شرکتونو، پېلوټانو، د مخدره موادو سوداګرو او انساني قاچاقبرو ته خبرداری ورکوي چې د وېنزوېلا او ترې چارچاپېره فضايي حریم دې په بشپړ ډول تړلی وګڼي. ګومان کېږي چې نوموړي دا ګام د وېنزوېلا د ولسمشر نېکولاس مادورو پر حکومت د فشار اچولو په موخه پورته کړی دی خو دم ګړۍ ته یې نور وضاحت نه دی کړی. په سملاسي ډول د ټرمپ د دې څرګندونو په ځواب کې د وېنزوېلا د چارواکو کوم غبرګون مخې ته نه دی راغلی. د رويټرز اژانس له وېډویو جوړ راپور وګورئ.