په انډونیزیا کې د پخوانیو موټرو باغ
د انډونیزیا په بالي کې یو کس د خپل شوق پوره کولو لپاره هغه زاړه موټرونه راغونډ کړي دي چې د ده په وینا، د دې هیواد تاریخ بیانوي. دی وايي، لومړی یې دا تاریخي موټرونه یوازې د ځان لپاره ساتلي وو خو اوس یې د سیلانیانو لپاره ترې نندارتون جوړ کړی دی. بوریوال کاکړ په دې اړه دې فرانس پریس اژانس ویډیويي رپورټ وړاندې کوي.