د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سوریې حکومت په السوېدا کې ځواکونه ځای پر ځای کړي دي


د سوریې ځواکونه په السوېدا ښار کې ګزمه کوي - د جولای ۱۴مې انځور
د سوریې ځواکونه په السوېدا ښار کې ګزمه کوي - د جولای ۱۴مې انځور

د سوریې (شام) حکومت په السوېدا ښار کې د امنیتي ځواکونو له ځای پر ځای کولو وروسته له دروز او بدوي قبایلو غوښتي چې د اوربند احترام دې وکړي.

السوېدا د سوریې په جنوب کې پرته سیمه ده چېرته چې "دروز لږکیان" په اکثریت کې دي. دا سیمه له اردن سره پر پوله پرته ده.

رویټرز خبري اژانس لیکي چې د سوریې حکومت په السوېدا ښار کې د جولای پر ۱۹مه امنیتي ځواکونه ځای پر ځای کړي دی. اژانس لیکي، د شام موقتي ولسمشر احمد الشرع د جولای پر ۱۹مه یو سمدستي او جامع اوربند اعلان کړ او له ټولو خواوو یې په فوري توګه د جګړې ختمولو غوښتنه وکړه.

بلخوا د فرانسې خبري اژانس لیکي چې په ورستیو کې په السوېده کې د دروز او بدویانو ترمینځ په خونړیو نښتو کې له ۷۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.

احمد الشرع د جولای پر ۱۹مه ویلي، د عربانو او د امریکایانو د منځګړیتوب له وجې هلته ارامي راغلې ده خو نوموړي په روانه اوونۍ کې په جنوبي سیمو او دمشق کې د حکومتي ځواکونو خلاف د اسراییلو په هوايي بریدونو تنقید کړی دی.

اسراییلو د شام په جنوبي سیمو او په دمشق کې په دفاع وزارت بریدونه کړي دي او ویلي چې دا یې د دروز اقلیتونو د خوندیتوب لپاره کړي دي. د دروز زیات خلک په اسراییلو او د هغه هېواد تر ولکې لاندې په ګولان غرونو کې هم اوسېږي.

د شام د بشري حقونو څار ډلې ویلي، په السوېدا کې د دروز او سني بدویانو ترمینځ نښتې د جولای پر ۱۴مه د یو دروز سبزي پلورونکي تر تښتولو او بیا د دواړو لوریو له خوا د یو بل د کسانو تر نیولو وروسته پیل شوې.

XS
SM
MD
LG